د بنو قومي مشران وایي، تر هغه چې یې غوښتنې نه وي منل شوې، اعتصاب او پرلت ته به دوام ورکړي.
د بنو قبایلي مشرانو د خيبر پښتونخوا له اعلی وزیر عليامین ګنډاپور سره له یوې اوږدې ناستې وروسته د مشرانو د غوښتنو لپاره د یوې کمېټې جوړولو وړاندیز کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، د جرګې مشرانو ویلي، څو یې چې غوښتنې نه وي منل شوې، خپل اعتصاب او پرلت ته به دوام ورکړي.
سرچینې د قبایلي مشرانو او د بنو د سوداګرۍ خونې د مشر ناصر بنګښ له قوله لیکلي، د دوی اعتصاب به نن (د جولای ۲۳مه) پیل شي او ټاکل شوې ګڼ شمېر خلک به په کې برخه واخلي.
بنګښ زیاته کړې، دوی خپلې غوښتنې اعلی وزیر ته وړاندې کړې دي، په ځواب کې ورته ویل شوي چې په دې کې ځینې داسې غوښتنې دي چې د مرکزي حکومت منظورۍ ته اړتيا لري: «نو د پنجشنبې په ورځ به اېپکس نومې کمېټه غونډه راوبولي او پر غوښتنو به غور وکړي، که ومنل شي، دوی به یې خپله ورته اعلان کړي.»
که څه هم پورته سرچینې یادې غوښتنې نه دي مشخصې کړې، خو مشال راډیو خبر ورکړی چې د بنو د پرلت مشرانو ۱۲ غوښتنې حکومت ته وړاندې کړې دي.
سرچینې له یادو غوښتنو ځینې یې داسې په ګوته کړې دي: «موږ پر دې خاوره امن غواړو، ښه او بد وسلهوال نه غواړو، پولیسو ته دې واک ورکړل شي، پوځ دې پر کورونو چاپې نه وهي.»
د پاکستان پوځ په تېره جون میاشت کې د خیبر پښتونخوا په بنو او ځینو نورو سیمو کې د “عزم استحکام” په نوم د ځایي وسلهوالو پر ضد عملیات پیل کړي.
دغه راز، د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۹مه د خیبر پښتونخوا په بنو کې په زرګونو کسانو د پاکستان د پوځ له خوا د پیل شوو “عزم استحکام” عملیاتو پر ضد لاریون وکړ، وروسته پاکستاني ځواکونو پر لاریونکوونکو ډزې وکړې او یو شمېر کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.
Views: 13