ځايي چارواکي وايي چې نن له غرمې مخکې د کندهار سپينبولدک ولسوالۍ په وېش بازار کې د بیټریو او پرزو په یوه مارکېټ کې اور لګېدلی او د اوروژنې ډلو یې د مړ کولو هڅې پیل کړې دي.
د کندهار ځايي چارواکي اورلګېدنه تاییدوي او زیاتوي چې د سپينبولدک ولسوالۍ په وېش بازار کې د بېټريو او نورو توکو په يوه مارکېټ کې نن له غرمې مخکې څه باندې يوولس بجې اورلګېدنه رامنځته شوې او د اوروژنې ډلې سيمې ته رسېدلې دي.
ځايي اوسېدونکي وايي چې اور لا هم بلېږي او د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د چمن له اطفايې هم همکاري غوښتل شوې ده.
د دغه مارکېټ یو هټۍوال رحيمالله وايي، د اوروژنې لپاره د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې له چمن څخه هم اطفايې راغلې دي.
يو بل هټۍوال سيدولي وايي، په دې منډيي کې تر ډېره د بيټريو او موټرو د پرزو دوکانونه دي چې کېدای شي ډېر زيان اوښتی وي.
امنيتي مسوولين وايي چې د پېښې ځای ته د کندهار له ښار او قولاردو څخه هم اطفايې ورغلې دي.
تر اوسه د زيان په اړه معلومات نشته او مسوولين وايي چې وروسته به په دې اړه معلومات شريک کړي.
Views: 12