د ننګرهار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي چې په دغه ولایت کې د تېرې ورځې توپان او باران له امله ۴۷ کسان مړه او ۳۵۰ نور تپیان شوي دي.
تېره ورځ مازدیګر مهال د ننګرهار په مرکز، سرهرود او ځینو نورو ولسوالیو کې شدید باران، توپان او سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د ننګرهار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رييس مولوي سيفالله خالد وايي، د تېرې ورځې توپان او باران له امله په جلالاباد ښار، سرهرود او بهسودو ولسواليو او يو شمېر نورو سيمو کې د لومړنيو معلوماتو له مخې، ۴۷ کسان مړه او ۳۵۰ نور ټپيان شوي دي.
هغه دغه راز وويل چې ۴۰۰ کورونه، ۶۰ د برېښنا پايې، ونې او کروندې هم زيانمن شوي دي.
ورته مهال، د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند نقيبالله رحيمي وويل، د تېرې ورځې د توپان او باران له امله تر اوسه ۳۳ مړي او ۳۴۷ ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي دي.
هغه زیاته کړه، تر تېرې شپې د مړو شمېر ۲۹ و خو څلورو ټپيانو په روغتون کې ساه ورکړه او دغه شمېر ۳۳ ته پورته شو.
بلخوا، د ننګرهار ولايت اوسېدونکي د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.
د ننګرهار د سرهرود یوه اوسېدونکي میرویس وویل، سېلابونو او باران په دې ولسوالۍ کې خلک سخت ځپلي دي.
د هغه په خبره، په دې ولسوالۍ کې ګڼو خلکو ته د سېلابونو له امله مرګژوبله اوښتې او کورونه یې ویجاړ او یا هم زیانمن شوي دي.
نوموړي له حکومتي مسوولینو غوښتنه وکړه چې له سېلابځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې سېلابونو په بغلان کې د دروند مالي زیان اړولو ترڅنګ سلګونو کسانو ته مرګژوبله واړوله.
Views: 5