د بغلان د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د یوه ۵۸۰ بس موټر چپه کېدو له امله ۱۷ کسان مړه او شاوخوا ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي ته وویل، نن سهار د خنجان ولسوالۍ اړوند د شمالي سالنګ په ملخانو سیمه کې یو ۵۸۰ بس موټر له سړکه وتلی او ژورې درې ته لوېدلی چې له امله یې د دوو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون ۱۷ کسان مړه او شاوخوا ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
هغه وایي، پېښه په موټر کې د تخنیکي ستونزې له امله شوې او ټپیان پر وخت ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده، درې ورځې مخکې هم په بغلان کې د یوې ترافیکې پېښې له امله لسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
Views: 7