د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القاعده او داعش په څېرو ډلو لپاره په خوندي ځای بدل شوی دی او القاعده افغانستان کې د روزنیزو کمپونو شبکه غځولې ده
د دغه سازمان د امنیت شورا بندیزونو کمیټې د غړو هېوادونو له خوا د را ټولو شویو معلوماتو پر بنسټ یوه راپور کې ویلي، چې ترهګرې ډلې لا هم افغانستان ته د یوه خوندي ځای په سترګه ګوري او دا طالبان په ځینو ولایتونو کې د میشتو ډلو پر وړاندې نرم دریځ لري.
راپور کاږي، دا کار دې ته لاره هواروي چې د ترهګرۍ لمن نورو ګاونډیو هېوادونو ته پراخه شي.
په دې کې په ځانګړې توګه د القاعده ډلې یادونه شوې چې له څو لسیزو راهیسې له طالبانو سره ښه اړیکي پالي، جګړه کې یې ورسره برخه لرله او مالي مرسته یې هم کوله.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې دغه تازه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې دا په وار وار رد کړې چې بهرنۍ وسله والې ډلې دې په افغانستان کې حضور ولري او دوی دا ټینګار هم کوي چې چا ته د نورو خلاف د افغانستان خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.
د بي بي سي د راپور له مخې، د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د راپورپه یوه برخه کې راغلي چې د تېر کال په اوږدو کې القاعده ډلې خپلې تنظیمې چارې او د افرادو جذب له سره پیل کړی، د کابل او ننګرهار په ګډون یې په پنځو ولایتونو کې د روزنې مرکزونه جوړ کړي او خوندي کورونه لري.
رپوټ دغه راز زیاتوي چې له افغانستانه بهر هم د دې ډلې ځینې غړي چې ملګري ملتونه یې باتجربه کسان بولي، جذب شوي،
رپوټ کې راغلي، دغه کسان دنده لري چې د القاعده خورې ورې ډلګۍ منظمې کړي.
د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ویلي، د القاعده مشر سیف العدل چې ویل کیږي ایران کې دی، کونړ او نورستان ولایتونو ته ځینې عربان استولي چې د روزنې چارې پرمخ یوسي او د دې ډلې له مشرتابه سره اړیکې ټينګې کړي.
د ملګرو ملتونو د راپور یوه بله برخه کې راغلي، طالبانو د القاعده ډلې دوه کسانو ته چې د راپور په وینا د وسلې جوړولو ماهرین دي، خوندیتوب ورکړی او درېیم تن چې د لیبیا دی، افغان پاسپورټ ترلاسه کړی او په کورنیو چارو وزارت کې دنده هم لري.
ملګري ملتونه وايي د طالبانو د دغو کړنو موخه جوته نه ده، خو دا وړ فعالیتونه د لویې اندېښنې لامل شوي دي.
په دې راپور کې د داعش ډلې پر وړاندې د طالبانو هڅې ستایل شوې خو د ترهګرۍ پر ضد د طالبانو د حکومت وړتیاوو ته د شګ په سترګه کتل شوي او د داعش خراسان ډلې له خوا د افراد د جذب په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.
په راپور کې راغلي، داعش د طالبانو واکمنۍ کمزورې کولو لپاره ځان چمتو کوي خو له افغانستانه دباندې د روسیې او ایران په څېر هېوادونو کې بریدونه کوي.
که څه هم په راپور کې افغانستان کې د القاعد د فعالیت په اړه اندېښنه ښودل شوې خو باید وویل شوي چې د تېر کال وروستیو کې د امریکا د ترهګرۍ ضد مرکز مشر ویلي وو په پاکستان او افغانستان کې القاعده په تر ټولو کمزوري حالت کې ده او د دې امکان لږ دی چې بیا سر را پورته کړي.
طالبان لا د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي خو تېره فبرورۍ میاشت کې یې د ملګرو ملتونو هغه ادعا ردکړې وه چې ګواکې القاعده ډلې دې په افغانستان کې د روزنې مرکزونه جوړ کړي وي.
طالبانو دغه راز په تکرار ویلي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
Views: 16