د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې په یوه نوي راپور کې د هغو ۶۱ طالب چارواکو نومونه اعلان کړي چې تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي.
ازادي راډيو د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټې په خپل پنځلسم راپور کې چې تازه خپور شوی، د ۶۱ هغو طالب چارواکو نومونه خپاره کړي چې تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي.
په دې ۶۱ کسانو کې ۳۵ یې د طالبانو د کابینې غړي او لوړپوړي چارواکي دي.
د امنیت شورا د بندیزونو دا لېست چې تازه د امنیت شورا پر وېب پاڼه خپور شوی، په کې د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند او د ریاست الوزرا اقتصادي، اداري او سیاسي مرستیالان عبدالغني برادر، عبدالسلام حنفي او مولوي کبیر نومونه هم راغلي دي.
دغه شان په لېست کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د سرپرست سراج الدین حقاني نوم هم شته چې د تېرې جون میاشتې په پنځمه د حج مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان او په متحده عربي اماراتو کې په یوه امنیتي غونډه کې د ګډون لنډمهالې اجازه ورکړل شوې وه.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د حج اوقاقو سرپرست وزیر نور محمد ثاقب، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري او د ترانسپورت وزارت سرپرست حمیدالله اخوند نور هغه مهم طالب چارواکي دي، چې د بندیزونو په دې لېست کې شامل دي.
د دې ترڅنګ د طالبانو حکومت د اقتصاد، فوایدعامې، مخابراتو، ښارجوړولو، اوبو او انرژۍ، کانونو او کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارتونو سرپرستان او د افغانستان بانک، د سرې میاشتې او د طبیعې پېښو په وړاندې د مبارزې د عمومي رئیسانو نومونه هم د بندیزونو په لېست کې شامل دي.
دغه شان په دې لېست کې د یو شمېر والیانو په ګډون د امنیه قومندانانو، رئیسانو، د وزارتونو د مرستيالانو، سلاکارانو، د پوهنتون د استادانو او یو شمېر طالب پلوه سوداګرو نومونه هم شته.
دغه کسان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د بشري حقونو په نقض، د ښځو پر زده کړو او کار د بندیزونو او د مخدره موادو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن دي.
دغه کسان حق نه لري چې د امنیت شورا له اجازې پرته له افغانستانه بهر سفر وکړي او د دې ترڅنګ په بهر کې د دوی هر ډول شتمني هم ګنګل ده.
خو د بشري حقونو یو شمېر فعالان وايي، دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې لا هم د طالبانو د کابینې غړي بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول سیمې ته سفرونه کوي او په بېلابېلو غونډو کې برخه اخلي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټې راپور چې د غړيو هېوادونو په غوښتنه چمتو شوی، په کې ویل شوي چې د بندیزونو کمېټې په منظم ډول له اووه هېوادونو څخه پر طالب چارواکو د سفر د بندیزونو لنډ مهالې لیرې کېدو ۱۷ غوښتنې ترلاسه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څار د کمېټې په پنځلسم راپور کې د بندیزونو په لېست کې د ۶۱ طالب چارواکو نومونه په داسې حال کې خپریږي چې د امنیت شورا په څوارلسم راپور کې چې د ۲۰۲۳م کال د جون په لومړۍ نېټه خپور شوی و، په لېست کې د ۵۸ طالب چارواکو نومونه راغلي وو.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې په ديارلسم راپور کې چې د ۲۰۲۲م د مې په ۲۶ مه خپور شوی وو بیا ۴۱ طالب چارواکي د بندیزونو په لېست کې شامل وو.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وړاندې تر دې راپور ویلي وو چې د بندیزونو په لېستونو کې د نومونو شاملول د حل لاره نه ده بلکې نړۍ باید له طالبانو سره تعامل وکړي.
Views: 41