د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، روان میلادي کال د سختې ګرمۍ له امله ټوله نړۍ کې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او باید د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې پراخ او بېړني اقدامات ترسره شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې نړۍ د تودوخې د کنټرول لپاره د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې «جسورانه او پرېکنده» اقداماتو ته اړتیا لري.
هغه وویل: «موږ داسې راتلونکې نشو منلی چې هغه کې شتمن کسان د ګرمۍ پرمهال په سړو خونو او سړي هوا پرمهال تودو خونو کې خوندي وي؛ په داسې حال کې چې پاتې انسانان د وژونکي اقلیم تر اغېز لاندې وي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم ګوترېش له نړۍوالې ټولنې غوښتي و څو د اقلیمي تغییراتو په اړه فوري اقدامات وکړي.
په نړۍ کې تر حد وتلې تودوخه او وېجاړوونکي سېلابونه د اقلیمي بدلونونو لامل بلل شوي چې په تېرو څو میاشتو کې یې له امله سلګونه کسان مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د راپور له مخې، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله شپږم ډېر زیانمن هېواد دی.
Views: 8