نیمروز کې ځايي سرچینې وايي، درې ماشومان چې له خپلې کورنۍ سره پر قاچاقي لار ایران روان وو، د سختې ګرمۍ او تندې له امله لاره کې مړه شوي دي.
نیمروز کې د ورېښم پله سرحدي کمیسار حاجي محمدهاشم حنظله وویل: «درې ماشومان (یو هلک او دوه نجونې) چې ۷، ۹ او ۲ کلن وو او تېره ورځ له خپلې کورنۍ سره په غیرقانوني توګه د نیمروز د ډک پولې له لارې ایران ته روان وو، د لارې په اوږدو کې د سختې ګرمۍ او تندې له امله مړه شوي.»
هغه زیاته کړه چې د حبیبالله، حسنا او یسرا په نومونو د دغو ماشومانو جسدونه د هغوی اصلي ولایت باغیس ته ولېږدول شول.
Views: 12