د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د فوټسال ملي لوبډله په راتلونکې جولای میاشت کې له مراکش سره دوه دوستانه لوبې کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوکإپاڼه لیکلي، د فوټسال ملي لوبډله له مراکش سره د روان ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۰مه او ۱۳مه دوه دوستانه لوبې ترسره کوي.
سرچینې ویلي، دغه لوبې د مراکش په کوربهتوب د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي.
د فوټبال فدراسیون وایي چې د دغو سیالیو ټول مالي لګښټ د افغانستان د فوټبال فدراسیون له بودجې ورکول کېږي.
سرچینې زیاته کړې، لکه څنګه چې د فوټبال فدراسیون د اسیا ملتونو جام له پیل مخکې د فوټسال ملي لوبغاړو ته دوستانه سیالۍ برابرې کړې وې، اوس هم د دغه فدراسیون مشرتابه په پام کې لري چې په ۲۰۲۴ کال کې د کېدونکي نړۍوال جام له پیله مخکې د فوټسال ملي لوبډلې ته دوستانه لوبې برابرې کړي، څو ښه چمتووالی ورته ونیسي.
همدارنګه افغانستان د فوټسال په نړۍوال جام کې له ارجنټاین، اوکراین او انګولا سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
دغه راز، د فوټسال نړۍوال جام سیالیو لسم پړاو د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له ۱۴مې بیا د اکتوبر تر ۶مې پورې د ازبکستان په کوربهتوب ترسره کېږي او ۲۴ لوبډلې به پهکې ګډون ولري.
Views: 14