په سوېلې کوریا کې د لیټیومي بتریو د تولید په یوه کارخونه کې د اورلګېدنې له امله ۲۲ کسانو ژوند بایللی دی.
اسوشیتدپرېس راپور ورکړی چې یاده پېښه پرون سهار ۱۰:۳۰ بجې د سوېلي کوریا د پلازمېنې سیول په سوېل هراسونګ ښار کې په یوه کارخونه کې رامنځته شوه.
د یاد هېواد چارواکو ویلي چې اورلګېدنه ممکن د لیټیومي بتریو د چاودنې له امله رامنځته شوې وي.
د هغوی په وینا، اورلګېدنه د بټریو له چاودنې وروسته په داسې حال کې چې کارګر د کارخونې په دویم پوړ کې د بتریو د بستهبندۍ په حال کې وو، پیل شوه او په دې اړه څېړنې روانې دي.
ورته مهال د اور وژنې یوه ځايي چارواکي کیم جین یونګ په یوه ټلویزیوني ناسته کې ویلي چې مړه شوي کسانو کې ۱۸ چینايان، د سوېلې کوریا دوه وګړي او یو لایوسي کس شامل دي او د یوه بل هویت لا نه دی څرګند شوی.
د ویلو ده چې لیټیومي بترۍ که ډېرې ګرمې شي د اورلګېدنې او چاودنې لامل ګرځي.
Views: 5