د ماشومانو خوندیتوب سازمان ویلي، اټکل کېږي چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبره تر اوسه په غزه کې لږ تر لږه ۲۱ زره ماشومان ورک شوي دي.
د ماشومانو خوندیتوب سازمان نن (دوشنبې) د یوه راپور په خپرولو لیکلي چې له یاد شمېر ورک شوو ۱۷ زره یې هغه ماشومان دي چې له کورنیو یې بېل شوي او څلور زره نور تر خاورو لاندې دي.
دغه بنسټ لیکلي، دغه ماشومان په غزه کې د جګړې له امله رامنځته شوو ګډوډیو ورک شوي چې ډېری تر خاورو لاندې ایسار پاتې دي، نیول شوي، په بېنښانه قبرونو کې خښ یا له خپلو کورنیو ورک شوي دي.
سرچینې څرګنده کړې چې بېسرپرسته او له خپلو کورنیو بېل شوي ماشومان بېړني خوندیتوب ته اړ دي.
په همدې حال کې، په غزه کې د ماشومانو ساتنې یوه متخصص ویلي: «موږ هره ورځ هغه ماشومان چې کورنۍ یې نه دي معلومې، پیدا کوو او ملاتړ یې ورځ تر بلې ستونزمن کېږي. موږ له خپلو شریکانو سره له کورنیو د جلا شوو ماشومانو پېژندلو لپاره کار کوو او کورنۍ یې پیدا کوو؛ خو د هغوی لپاره د خونديتوب هيڅ امکانات او په غزه کې هيڅ د خونديتوب ځای نشته.»
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غبرګولي ۱۹مه ملګرو ملتونو اسرائیلي پوځ د ماشومانو خلاف سرغړوونکو په نوملړ کې شامل کړ.
د یادولو ده، د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې تر اوسه دوام لري.
د غزې د روغتیا وزارت معلوماتو پر بنسټ، د اسرائیل بریدونو کې تر اوسه څه باندې ۳۶ زره فلسطینیان وژل شوي او له ۸۱ زره ډېر ټپیان شوي دي.
Views: 5