د ارمنستان بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې فلسطین هېواد یې په رسمیت پېژندلی دی.
رویټرز خبري اژانس پرون (جمعه) ناوخته د ارمنستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله راپور ورکړی چې دغه هېواد په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د بېړني اوربند په اړه د ملګرو ملتونو له پرېکړې ملاتړ کوي او د اسرائیل او فلسطین جګړې درېدو لپاره د حل لارې پلوی دی.
د یاد وزارت ویاند زیاته کړې، د اسرائیل بهرنیو چارو وزارت د ارمنستان سفیر د فلسطین هېواد له رسمیت پېژندلو وروسته احضار کړی دی.
ورته مهال، د محمود عباس په مشرۍ د فلسطین کورواکې ادارې د ارمنستان د یادې پرېکړې هرکلی کړی دی.
یادې ادارې په یوې بیانیه کې ویلي: «دغه په رسمیت پېژندل د هغو دوو هېوادونو د حل لارو ساتلو برخه کې یوه مثبته مرسته ده چې له سیستماتیکو ننګونو سره مخ دي او ټولو ښکېلو خواوو ته د امنیت، سولې او ثبات برخه کې وده ورکوي.»
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې ناروې، اسپانیا، سلوانیا او ایرلېنډ هم د فلسطین خپلواک هېواد په رسمیت پېژندلی و.
Views: 6