د کاناډا د دولت له لوري د ایران د سپاه پاسداران د «ترهګرو ډلو» په نوملړ کې شامل کړی دی. د تېرې چهارشنبې په ورځ د کاناډا د عمومي امنیت د وزیر ډومینیک لبلانک ویلی چې دغه هېواد د ایران سپاه پاسداران د «ترهګرو ډلو» په نوملړ کې شامل کړي دي.
ډومینیک لبلانک تېره چهارشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل: «زموږ دولت پرېکړه کړې چې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران تر کیفري قانون لاندې د ترهګریزو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړي.»
بلخوا، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر ملاني جولي هم دې ته په اشاره چې اوټاوا څو کاله وړاندې له تهران سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې، له کاناډایانو وغوښتل څو ایران ته له سفر کولو ډډه وکړي.
هغه زیاته کړه: «هغه کسان چې اوس هم ایران کې دي، خپلو کورونو ته د بېرته تلو وخت یې رارسېدلی دی.»
له دې پرېکړې وروسته، تسنیم خبري اژانس پرون (پنجشنبه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ناصر کنعاني په حواله راپور ورکړی چې د اوټاوا دغه پرېکړه د مشروع واک په تولید او د سپاه پاسداران د اقتدار په زیاتېدو او پراختیا کې هیڅ اغېز نه لري.
Views: 26