د کابل ښار اوسېدونکو ۷۲ کلنه نورجهان چې د پنځه اولادونو مور ده، وايي، هیله یې درلوده چې اولادونه به په زوړتوب کې مرسته ورسره وکړي، خو داسې ونه شول، هغوی ټول ولاړل او دا یې یوازې پرېښوده.
پژواک د غبرګولي د ۲۴مې (دمور ملي ورځې) په مناسب کابل ښار کې له یو شمېر میندو سره مرکې کړې، ځینې یې د خپلو اولادونو د نېک چلند کیسه کوي، خو ځینې نورې بیا د خپلو اولادونو له نه درناوي او ناوړه چلنده ګیلهمنې دي.
نورجهان: له ډېرو هیلو سره مې واده وکړ څو اولادونه مې په زوړتوب کې د ما پالنه وکړي، خو نن یوازې یم
د کابل ښار د وزیرمحمداکبر خان اوسېدونکې ۷۲ کلنه نورجهان، هغه ښځه چې څلوېښت کاله مخکې کې واده کړی او دوه زامن او دوې لوڼې لري، هغه وايي، د خاوند له مړینې وروسته یوازې پاتې ده او ټول زامن یې له هېواده بهر اوسیږي.
هغې دې ته په اشاره چې زیار یې وایست څو خپل اولادونه یوه ځای ته ورسوي او په زوړتوب کې د دې لاسنیوی وکړي زیاته کړه: «لورګانو کې ودونه وکړل او خپل کور ته ولاړې، مېړه مې مړ شوی، زامن مې یو په بل پسې خارج ته ولاړل او حتی یو ځل یې هم فکر ونه کړ چې دغه بدبخته مور به یې څنګه کېږي.»
د نورجهان په خبره، خاوند یې سوداګر و او له اقتصادي پلوه ستونزه نه لري، خو هغه څه چې په ژوند کې ترې رنځیږي، دا دي چې اولادونه یې ولې د مور هیلې او خوښۍ تر پښو لاندې کړې او لندن او نیویارک ته یې پناه یووړه.
هغه وايي، په دې هیله چې زامن به یې زنګ ورته ووهي او پوښتنه به یې وکړي، ډېرې شپې په ویښه سبا کوي، خو د هغوی هېڅ درک نه وي او کله چې زنګ ووهي؛ وايي چې ستړي دي او د رخصتۍ په ورځ به خامخا د خپلې مور پوښتنه کوي.
هغې زیاته کړه: «زما او زما د مېړه په شان هر سړی او ښځه چې کله کورنۍ تشکیلوي، په دې هیله وي چې د زړبودۍ او کمرزوتیا پر مهال له دوی سره وي، کله چې ناروغیږي باید یو څوک وي چې پالنه یې وکړي، کله چې مړه کېږي باید ورسره وي او په عزت سره یې خاورو ته وسپاري، کله مې چې خاوند مړ شو یوازې یوه لور مې راسره وه چې اوس هغې هم واده کړی او خپل کور ته تللې ده.»
هغه له ټولو هغو اولادونو چې له خپلو والدینو سره ناسم چلند کوي او د هغوی پر وړاندې خپل مسوولیتونه نه ترسره کوي، غواړي چې له خپل ناوړه چلند څخه لاس واخلي او له ناوخته کېدو مخکې له تیارې راووځي او خپلو مسوولیتونو ته پاملرنه وکړي.
خو د نورجهان زوی احمدزبیر (مستعار نوم) چې دا مهال له هېواده بهر اوسیږي، پژواک ته یې وویل چې د کار نشتوالي له امله بهر ته تللی، خو تل له خپلې مور سره د ټیلېفون له لارې اړیکه نیسي.
هغه په دې اړه ډېرې خبرې ونه کړې او ویې ویل، هېواد کې شته ستونزو اړ کړ چې خپله مور یوازې پرېږدي او خارج ته لاړ شي.
هغه مور چې زوی یې وهلې ده
ښاري موټر کې سپره وم، یوې زړې ښځې چې په ملا کړوپه وه، موټر ته لاس ورکړ، په لړزېدونکو لاسونو یې د موټر دروازه خلاصه کړه، په ډېره سخته موټر کې سپره شوه او موټروان ته یې وویل: «زویه پیسې نه لرم، ما تر حوزې رسوې؟»
د هغې پلستر شوې پښه مې چې ولیده، پوښتنه مې ترې وکړه: «مورې په پښه دې څه شوي؟ چېرته ځې؟ څوک نه لرې چې درسره لاړ شي؟»
په داسې حال کې چې اسویلی یې وایست او اوښکې یې له سترګو روانې وې، ویې ویل: «طالبانو ته ځم او پر خپل زوی عریضه کوم چې ډېر یې زړه راتنګ کړی دی.»
هغه چې د قلعهزمان پر سړک د حاجي نبي ښارګوټي اوسېدونکې ده، وايي، لا اوولس کلنه وه چې واده یې وکړ او د واده ثمره یې همدا یو زوی دی چې په زرګونه ستونزو یې لوی کړی دی.
هغې زیاته کړه: «له واده مې دوه کاله نه وو تېر چې خاوند مې موټر لاندې کړ او شهید شو، زه پاتې شوم او همدا زوی مې، ورځې ورځې به مې د خلکو کور کې کار کاوه څو زوی مې لوی کړم، درس یې ولوست، تحصیل یې وکړ او واده مې ورته وکړ خو اوس یې په کور کې ځای نه لرم.»
دغه ځورېدلې مور چې له ډېره درده شکایت کوي، وايي: «همدې زوی لپاره مې بل واده ونه کړ، خپله ځواني مې خاورې کړه او ویل به مې چې زما د زوړتوب امسا به زما همدا زوی وي، خبره نه وم چې ښځه وکړي نو له ما به بېزاره شي او اوس مې وهي.»
ومو غوښتل چې د دې رنځېدلې مور له زوی سره خبرې وکړو او د مور پر وړاندې یې د بېحرمتۍ د لامل پوښتنه ترې وکړو خو بریالي نه شوو.
خو موږ له هغه سړي سره چې تېر کال یې له خپلې مور سره ناسم چلند کړی و او اوس پښېمانه دی، خبرې وکړې.
د عبدالوحید (مستعار نوم) په نوم د کابل ښار یوه اوسېدونکي چې اوسمهال له هېواده بهر ژوند کوي، وویل: «۳۵ کاله مخکې مې تازه واده کړی و، د مور او مېرمنې مې سره جوړه نه وه او ویل به یې چې خارج ته ځو، کله مې چې مور پوه شوه چې موږ ځو خارج ته، له ما یې د پیسو واک واخیست او ما ته یې ښېرا وکړه او موږ راغلو هالنډ ته.»
هغه زیاته کړه: «خپل بد عمل مې مخې ته راغی؛ ځکه یوازېنی زوی مې موټر لاندې کړ او مېرمن مې له ما طلاق واخیست، د مور پر وړاندې چې اوس ژوندۍ نه ده، له خپل ناوړه چلنده پښېمانه یم.»
هغه له هغو کسانو چې مور او پلار یې ژوندي دي، غواړي چې له خپلو مېندو او پلرونو سره ښه چلند وکړي.
هغه مور چې له خپلو اولادونو راضي ده
د شهناز په نوم ۷۵ کلنه مېرمن چې د کابل ښار اوسېدونکې ده، وايي: «د الله (ج) شکرګزاره یم، تر ټولو غوره اولاد یې راکړی، ډېر په عزت ژوند کوم.»
شهناز په دې اړه چې د واده ثمره یې څو اولادونه دي، وویل: «۵۵ کاله مخکې مې واده وکړ، خدای موږ ته ۴ زامن او ۵ لوڼې راکړې، له زامنو څخه مې یو ژوندی دی، یو شهید شو او نور په خپل مرګ مړه شول، خو اوس یو زوی او درې لوڼې مې چې مجردې دي د ملکې په شان مې ساتي، خدای دې دوی ته خیر ورکړي.»
د شهناز لور ذکیې ابراهیمي وویل: «مور مې زموږ لپاره دومره زیار ایستلی چې هیڅ حد نهلري، که موږ اولادونه یې ټول عمر شپه او ورځ خدمت وکړو او په اوږو یې وګرځوو، بیا یې هم حق نشو اداء کولای.»
هغې زیاته کړه: «مور مې ډېره راباندې ګرانه ده، سره له دې چې واده مې کړی او ماشومان لرم خو یو ورځ بعد د مور لېدو ته مې ځم او مبارک لاسونه یې ښکلوم.»
ورته مهال د کابل ښار د کارتهنو سیمې اوسېدونکې نرکس وايي: «مور او پلار مې ډېر راباندې ګران دي، درناوی یې کوم او هیڅکله مې د هغوی پر وړاندې بېاحترامي نه ده کړې او نه یې کوم.»
۲۲ کلنه نرګس چې اوسمهال په یوه غیرحکومتي دفتر کې کار کوي وايي چې د مور او پلار دعا په ځانګړې توګه د مور دعا یې د دې په حق کې قبولې شوې دي.
نرګس چې د مور د ورځې لپاره یې چمتووالی نیوه، ویې ویل: «نن چې هر ځای ته رسېدلې یمه د مور د نیکو دعاګانو له برکته دي، هر ورځ چې دفتر ته راځم څو چې مې د مور دعا نه یې اخیستي له کوره نه راوځم.»
دیني عالم: د قرانکریم له نظره هیڅوک حق نهلري د خپل مور او پلار پر وړاندې اوف ووايي
یو دیني عالم مولوي محمدحسن حقیار د مور د حقونو په اړه وايي: «د نړۍ په ټولو دینونو کې مور او پلار محترم دي؛ خو د اسلام د دین له نظره مور او پلار تر ټولو محترم ګڼل کېږي، په ځانګړې ډول د مور حق په شریعت کې د پلار په پرتله ډېر دی، خدای ج په قرانکریم کې په وار وار د مور د حقونو په اړه یادونه کړې او هغه تکلیفونه یې چې د مور په بطن کې د ماشوم له پالنې، تر زېږېدو او بیا تر لویېدو پورې دي، ټول بیان شوي دي.»
هغه وايي: «په نبوي حدیث کې راغلي چې جنت د مور د پښو لاندې دی، په دې مانا څو چې مور نه وې غوښتې څوک جنت ته نه شې تللای، د قران کریم له نظره هیڅوک حق نهلري چې د مور او پلار پر وړاندې په ځانګړې توګه د مور پر وړاندې، اوف ووايي.»
حقیار زیاته کړه، د قران او سنت له نظره د مور او پلار خدمت کول تر ټولو لوی ثواب ګڼل کېږي او د مور او پلار ځورول تر ټولو لویه ګناه ده.
نوموړي په پای کې وویل: «په اسلام کې هیڅ څوک حق نهلري چې خپل مور او پلار یوازې پرېږدي، څرنګه چې مور او پلار د خپل ماشوم پالنه او روزنه کوي، نو کله چې هغوی ضعیفیږي د زوی دنده ده چې د هغوی ساتنه وکړي، د هغوی احوال واخلي، د هغوی اړتیاوې پوره کړي، له دې پرته د قانون او اسلام پر وړاندې ملامت دي او خدای ج هم د داسې کسانو لپاره د دوزخ وعده ورکړې ده.»
Views: 27