د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ۱۵ غړو څوارلسو په غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړهلیک ته مثبته خو روسیې ممتنع رایه ورکړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالتونو استازې لیندا توماس ګرینفیلډ، چې په ملګرو ملتونو کې يې له دې رایې ورکونې وروسته خبرې کولې، ټینګار وکړ چې سیاسي جوړجاړی یوازېنی حل دی.
ګرینفیلډ په حماس او اسرائیلو غږ کړی چې دغه پلان له ځنډ او شرایطو اېښودو پرته پلی کړي.
هغې ویلي: «نن دې شورا حماس ته واضح پیغام ورکړ، د مېز پر سر د اوربند هوکړه دې ومني. اسرائیل وار له مخه له دې هوکړې سره موافقه کړې او که حماس هم همداسې وکړي نو جګړه به نن ودریږي؛ تکراروم، جګړه کېدای شي همدا نن ودریږي.»
دې زیاته کړې: «نن ورځ موږ د دوو دولتونو لید ته هم خپله ژمنتیا بیا تایید کړه، چېرې چې اسرائیل او فلسطینیان د نړۍوال قانون او د ملګرو ملتونو اړوند پرېکړهلیکونو په مطابقت کې په خوندي او پېژندل شوو سرحدونو کې په سوله کې سره یوځای ژوند کوي.»
سرچينه زياتوي، یوې اسرائیلۍ ډیپلوماتې امنیت شورا ته ویلي چې هېواد یې د ټولو یرغمل شوو د خوشي کولو په ګډون خپلو اهدافو ته ژمن دی.
هغې دا هم ویلي چې اسرائیل به د دې په ټکو په بې معنا او بې پایه خبرو کې ګډون ونه کړي.
خو په راپور کې راغلي چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور خبریالانو ته د دغه پرېکړهلیک تصویبېدل په سم لوري یو ګام بللی.
هغه ویلي: «د فلسطین مشرتابه د دې هڅې په سم لوري د یوه ګام په توګه هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې بېشکه زموږ دریځ تل دا دی چې سملاسي اوربند دې وشي، څو زموږ د خلکو وژنه ودرېږي، نو دا پرېکړهلیک په همدې لور یو ګام دی.»
د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د الجزایر سفیر امر بنجاما چې هېواد يې د امنیت شورا لومړنی عرب غړی دی، د امنیت شورا دغه رایهاچونه ستایلې او د سملاسي او تلپاتې سولې پر لور یې یو ګام بللی دی.
هغه ویلي: «موږ نه شو کولی ودرېږو او ننداره وکړو چې اسرائیلي نیواکګر ځواکونه د فلسطینیانو وژلو ته دوام ورکړي، موږ د دې ډلهییزې سزا پر کتلو چوپ نه شو پاتې کېدای، زموږ لپاره د فلسطینیانو ژوند مهم دی.»
بيبيسی لیکلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له خوا دغه وړاندیز شوی پرېکړهلیک لومړی ځل د تېرې مې میاشتې په ۳۱مه رامخته شو او ویل کېږي چې اوس يې په امنیت شورا کې رایې ته له وړاندې کولو لږ وړاندې په مخلیکنه کې ځینې سمونې هم شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو اصلاحاتو کې د اسرائیل او غزې ترمنځ د یوې حایلې امنیتي سیمې رامنځته کېدو له مخالفته د واشنګتن لاس اخیستل هم شاملېږي چې اسرائیل پرې ټینګار کاوه.
د دغه پرېکړهلیک د مخلیکنې د درېیمې نسخې پر بنسټ چې ځینو رسنیو خپره کړې، په لومړي پړاو کې “سملاسي او بشپړ” اوربند، د یرغمل شوو کسانو ازادېدل او د غزې له “ګڼ مېشتو سیمو” د اسرائیل پوځ د وتلو ویل شوي دي.
Views: 18