د کابل ښار د یویشتمې ناحیې د څرخيپله سیمې یوه کورنۍ وایي، د تېرې یکشنبې په شپه (د غبرګولي ۱۹مه) د دوی د کورنۍ یو ځوان، همدې سیمه کې د یوه پولیس «طالب» لوري وژل شوی چې دوی یې اوس قاتل ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.
د شمس په نوم د وژل شوي ځوان ورور دلاغا وایي، د تېرې یکشنبې په شپه یې ورور د ۲۱مې حوزې اړوند د څرخيپله د پل د پوستې د یوه پولیس له لوري وژل شوې دی.
نوموړی وايي: «په همدې شپه شاوخوا لس بجې په دې بهانه چې دا عسکر بادام باغ کلي کې چې د ۲۱مې ناحیې اړوند ۱۷م ګذر ساحه ده، د ملګري کوژدې ته ځي، په همدې پلمه یې زما له ورور څخه د مرستې غوښتنه کړې، ورور مې هغه په موټر کې کېنولی تر څو یې د ملګري کوژدې ته ورسوي، خو هلته یې زما ورور دې لپاره وژلی چې موټر یې ورڅخه غلا کړي، په دغه سیمه کې یوه پوسته هم شته، د پوستې څخه یې په ۲۰۰ متره لرې واټن کې زما ورور د کلاشنکوف په مرمۍ په سر ویشتلی دی. یاد کس بیا د پوستې عسکرو له لوري د پېښې په ساحه کې ونیول شو او اقرار یې وکړ چې غوښتل یې موټر ترې غلا کړي.»
هغه زیاته کړه: «موږ له اسلامي نظام څخه غواړو چې د شریعت په رڼا کې باید ژر تر ژره قاتل قصاص کړي.»
په داسې حال کې چې په خواله رسنیو کې د وژل شوي شمس او یاد پولیس ترمنځ د پخوانۍ ملګرتیا خبره کیږي، خو د هغه ورور وايي چې شمس له یاد پولیس سره هیڅ ملګرتیا نه درلوده.
ورته مهال د وژل شوي کس د تره زوی محمد ویس ارین وایي، شمس ورزشکار و او د څرخيپله په بازار کې یې د بدن ښکلا کلپ درلوده.
Views: 142