د راپورونو له مخې، یوه کس د ډنمارک په کپنهاګ میدان کې د دغه هېواد پر لومړۍ وزیرې مته فرډریکسن برید کړی دی.
اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې دغه برید پرون (جمعه) مازدیګر په کپنهاګ میدان کې د یو لړ مراسمو پر مهال شوی دی.
بلخوا، د کپنهاګ پولیسو ویلي چې بریدکوونکی یې نیولی او تر پلټونو لاندې دی.
سرچینې د ډنمارک لومړۍ وزیرې ته د زیان رسېدو په اړه څه نه دي ویلي خو د فرډریکسن دفتر د دغه هېواد دولتي ټلوېزیون ته ویلي چې هغه له دې پېښې وېرېدلې ده.
په همدې حال کې، د اروپايي کمېسیون رییس اورزولا فن ډرلاین ویلي: «دغه پېښه وېروونکې ده او د هر هغه څه خلاف عمل دی چې موږ په اروپا کې پرې باور لرو او لپاره یې مبارزه کوو.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د سلواکیا پر لومړي وزیر رابرټ فېټسو هم برید شوی و.
Views: 28