راپورونه وايي چې سلوانیا د دغه هېواد د پارلمان د رایو په اکثریت فلسطین په رسمیت پېژندلی دی.
اسوشېتډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ناروې، اسپانیې او ایرلنډ هېوادونو د فلسطین د رسمیت پېژندنې په لړ کې تېره ورځ د سلوانیا پارلمان د غوڅ اکثریت رایو ورکولو وروسته دغه هېواد په رسمیت پېژندلی دی.
د سلوانیا پارلمان ۹۰ غړي لري او د ۵۲ موافقو رایو چې هیڅ مخالفې رایې یې نه لرلې او نورو استازو د رایې ورکولو مجلس کې شتون نه درلود، دغه موضوع تایید شوې ده.
ورته وخت کې، د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیر تانیا فاجون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «د فلسطین خلکو! د سلوانیا نننی نهایي تصمیم د هیلو او سولې پیغام دی.»
د یادونې ده چې تېره اونۍ د سلوانیا حکومت د فلسطین د رسمیت پېژندنې لپاره طرحه تایید کړه او دا وړاندیز یې د نهایي تصویب لپاره پارلمان ته استولی و.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو یوې ډلې کارپوهانو له ټولو هېوادونو غوښتي وو چې د منځنۍ اسیا د سولې تضمین لپاره دې فلسطین په رسمیت وپېژني.
Views: 15