د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له ټولو هېوادونو غوښتي چې په منځني ختیځ کې د سولې ټینګښت لپاره فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.
د رویټرز د راپور له مخې، فلسطین کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون یو شمېر کارپوهانو پرون (دوشنبه) د فلسطین هېواد په رسمیت پېژندنه د دغه هېواد د خلکو د حقونو او د خپلواکۍ لپاره د هغوی د مبارزې مهمه ستاینه وبلله.
یادو کارپوهانو ویلي، دا په فلسطین او ټول منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې شرط دی چې په غزه کې د اوربند په اعلانېدو او پر رفح د نظامي یرغل په نه کولو سره پیلېږي.
دغه غوښتنه د اسپانیا، ایرلېنډ او ناروې هېوادونو له لوري د فلسطین له رسمیت پېژندنې څو ورځې وروسته شوې ده.
د یادولو ده چې اسلامي امارت، ترکیې، قطر او د اسلامي همکاریو سازمان د یادې پرېکړې هرکلی کړی دی.
Views: 9