د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې د هغې طرحې تطبیق په عمل کې پیل کړ چې د افغانستان باروړونکو موټرو ته د موقت سند پر اساس اجازه ورکوي چې په سرحدي سیمو کې دغه هېواد ته داخل شي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې سوداګرۍ کې لا اسانتیا رامنځته شي.
ډان ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې د یوه لوړپوړي غړي په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان لومړني سوداګریز باروړونکي موټر له لنډمهاله اسنادو په استفادې، پرون (یکشنبه) د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ د خرلاڅې له دروازې دغه هېواد ته دننه شول.
په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې همغږيکوونکي ضیاءالحق سرحدي ویلي چې په کابل کې د پاکستان سفارت افغان موټرچلوونکو ته موقت اسناد ورکړي دي.
هغه دغه اقدام د دوه اړخیزې سوداګرۍ برخه کې ښه خبر بللی دی.
په همدې حال کې، په پېښور کې د افغانستان سرقنسول حافظ محبالله ډان ورځپاڼې ته ویلي، په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ هم پاکستاني باروړونکو موټرچلوونکو ته دغه اسناد ورکړي دي.
هغه څرګنده کړې چې له کابله یو چارواکی د پاکستان قنسولګرۍ ته رسېدلی څو پاکستاني موټرچلوونکو ته جوازونه ورکړي.
هغه زیاته کړې چې اوس د افغانستان او پاکستان د باروړونکو موټرو چلوونکي کولای شي د دواړو هېوادونو ټولو ښارونو ته تګ راتګ وکړي.
افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د سوداګرۍ مخکني وزیر محمدخرم اغا د مارچ له ۲۴ تر ۲۷مې افغانستان ته سفر وکړ او د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیټ په تړاو یې د دغه هېواد د سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره خبرې کړې وې.
باید وویل شي چې د تېر کال په سلواغې میاشت کې هم د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باروړونکو موټرو چلوونکو ته د ځانګړې اجازهپاڼې صادرېدو وړاندیز کړی و.
Views: 10