د هند رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې د سختې ګرمۍ له امله ۵۴ کسان مړه شوي دي.
فرصتپوسټ راپور ورکړی چې د تلفاتو ډېرېدو له امله د هند د راجستان ایالت محکمې د دغه هېواد له دولته غوښتي چې ملي بېړنی حالت اعلان کړي.
راجستان د هند یو له ګرمو ایالتونو دی.
یادې محکمې له خلکو څخه د دولت د کافي محافظت پر نشتوالي نیوکه وکړه او ایالتي چارواکو ته یې امر وکړ څو په دغه ایالت کې د مړه شوو کسانو کورنیو ته د غرامت ورکولو لپاره بودجه ځانګړې کړي.
دغهراز، رویټرز راپور ورکړی چې یوازې پرون (جمعه، د غبرګولي ۱۱مه) د هند په اودیشا، اوتار پرادیش او بیهار ایالتونو کې د سختې ګرمۍ له امله ۳۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هند هواپېژندنې ادارې اعلان وکړ، تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې د دغه هېواد د مرکز او شماللوېدیځو سیمو د تودوخې درجه ټیټه شي خو پّ ختیځو سیمو کې به د ګرمۍ شدت تر دوو نورو ورځو هم دوام وکړي.
د یادونې ده، په وروستیو ورځو کې د ګرمۍ سخته څپه د دې لامل شوې چې د هند د ځینو سیمو د تودوخې درجه تر ۹/۵۲ پورې ورسېږي چې دا د تودوخې تر ټولو لوړه درجه ثبت شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان هم وروستیو ورځو کې د بې مخینې تودوخې شاهد دی او تېره اونۍ د پاکستان د سند ایالت په یوه سیمه کې د تودوخې درجه تر ۵۳ پورې رسېدلې وه.
Views: 5