د راپورونو له مخې، سره له دې چې د امریکا په متحده ایالتونو کې د رسنیو په چارو کې لاسوهنه نه کېږي خو د خبریالانو پر وړاندې د ځینو ستونزو له امله دغه هېواد په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د مطبوعاتو ازادي نړۍوال شاخص کې د لس امتیازه کمېدو شاهد دی.
د امریکا غږ ټلوېزیون د یوه راپور په خپرولو ویلي، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د مطبوعاتو ازادۍ د نقض راپورونه کم شوي خو: «ځورول، نیول کېدل، اقتصادي ستونزې او د باور کمېدل د هغو ستونزو له ډلې دي چې د امریکا متحده ایالتونو کې خبریالان ورسره مخ دي.»
سرچینې زیاته کړې: «سره له دې چې ویل کېږي د امریکا په متحده ایالتونو کې د رسنیو په چارو کې لاسوهنه نه کېږي خو دغه هېواد په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د مطبوعاتو ازادي نړۍوال شاخص کې د لسو امتیازونو کمېدو شاهد و.»
په دغه راپور کې د یاد هېواد د مطبوعاتو د ملي کلپ رییس ایملي ویلکنز له قوله راغلي: «زه له خپلو مشرانو غواړم چې په زړورتیا خبرې وکړي، حقیقت ووايي او د رسنیو او په ډیموکراسۍ کې د رسنیو د رول په اړه حقایق بیان کړي، پر دې پوه شئ هر ځلې چې خبریالان او رسنۍ له بېاعتنایۍ سره مخ کېږي، دا د ډیموکراسۍ پر وړاندې یوه ضربه ده او دا هغه اقدام دی چې زموږ هېواد لا ضعیفوي.»
په راپور کې راغلي چې د خبریالانو له کمېدو سره په دغه هېواد کې ډېرې سیمې له خبري پوښښه پاتې کېږي.
Views: 12