د هند بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کول د دغه هېواد همېشنۍ پالیسي ده او چابهار بندر هم تر ډېره د همدې موخې لپاره کاروي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال رسنیو ته ویلي: «دا زموږ همېشنۍ پالیسي ده چې د افغانستان له خلکو سره، په ځانګړې توګه بشري مرستو لکه خوراکي توکو، درملو او نورو مرسته وکړو، موږ چابهار د دغه ځانګړي هدف لپاره کاروو.»
هغه د چابهار بندر په اړه د یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، دغه بندر نه یوازې د بشري مرستو رسولو، بلکې د سیمې هېوادونو نښلولو لپاره هم مهمه پروژه ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هند له ایران سره د چابهار بندر د استفادې، مدیریت او پراختیا لس کلن تړون لاسلیک کړ.
Views: 9