د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الخنزاب د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا لیدنه په دوحه کې ترسره شوې چې د خبرو محور یې افغانستان کې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره نړۍوالې هڅې وې.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته ترسره شي.
بهرنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبه) وویل چې دا ځل د دوحې د درېیمې ناستې په اجنډا کې مثبت بدلون لیدل کیږي.
د سرپرست حکومت چارواکو له دې مخکې ویلي وو چې دوی ته دغه ناسته کې د ګډون لپاره بلنه ورکړل شوې.
Views: 9