د دانش افغان بنسټ او په ډنمارک کې د مېشتو افغانانو له لوري مطیع الله ویسا ته نقدي او د عمل جایزه “Action Award” ورکړل شول.
د اړوندې موضوع په اړه جوړو شوو مراسمو کې د بخښنې نړۍوال سازمان هم مطیع الله ویسا ته د هغه د غوره کړنو لپاره ستاینلیک ورکړ.
د غونډي په جریان کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ هم د مطیع الله ویسا د زده کړو او په نورو برخو کې د فعالیتونو ستاینه وکړه.
افغان دانش بنسټ چې له څو کلونو راهیسې د قلم لار کړنې څاري دا د يوې ټولنې د راتلوونکي لپاره بیسارې هڅې بولي.
د مطیع الله ویسا تر مشرۍ لاندې د قلم لار بنسټ د تړل شوو ښوونځيو په خلاصولو، ماشومانو ته د درسي توکو په ورکړه، زده کړو ته د خلکو د هڅولو لپاره کور په کور کمپاین، روزنتونونو ته د یتمیانو شاملول، د کورني ټولګيو او ګرځنده کتابونونو جوړول ترڅنګ، د زده کړو په بېلابېلو نورو برخو کې هم فعالیتونه کړي دي.
د یادونې وړ ده چې مطیع الله ویسا ۲۰۲۳ کال د مارچ میاشتې په ۲۸ مه د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی و چې بیا له ۲۱۵ ورځو زندان تېرولو وروسته بېرته ازاد کړای شو.
Views: 54