د غزې سوېل کې پر رفح ښار د اسرائيلي ځواکونو وروستي هوايي بريدونه په نړۍواله کچه غندل شوي او له اسرائيل یې د ژر تر ژره درولو غوښتنه شوې، بلخوا د م.م امنیت شورا په دې اړه بېړنۍ غونډه جوړوي.
د بيبيسي د راپور له مخې، دغه بريدونه د تېرې يکشنبې په شپه د بېځايه شوو فلسطينيانو پر يوه ګڼمېشته پنډغالي شوي چې په پایله کې يې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ترکیې، فرانسې، کاناډا، سعودي، افغانستان، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو د دغه بريد غنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش هم پر رفح ښار د اسرائیل هوايي برید غندلی او ویلي یې دي چې دا وحشت نور باید ودرول شي.
نوموړي نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د اسرائیل بریدونو کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او په غزه کې هيڅ خوندي ځای نشته.
بلخوا، د روسیې ټاس دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غواړي نن د د رفح ښار د بېځایه شوو کورنیو پر کمپ د اسرائیلي ځواګونو د وروستي بریدونو په تړاو چې له امله یې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي، بېړنۍ غونډه راوغواړي.
خبر زیاتوي چې امنیت شورا نن (سهشنبه) د شپې مهال د تړلو دروازو تر شا او د الجزایر هېواد په غوښتنه مشورتي ناسته ترسره کوي.
د روانې مې میاشتې په ۲۴مه د ملګرو ملتونو نړۍوالې محکمې پرېکړه وکړه چې اسرائیل باید نور پر رفح ښار بریدونه او هر هغه اقدام چې په دغه ښار کې پر شته وګړو منفي اغېز کولای شي، ودروي.
یادې محکمې دغه راز اسرائیل مکلف کړی چې په رفح کې فلسطینیانو ته د مرستو رسولو لپاره لار خلاصه وساتي.
Views: 8