د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده وايي، که چېرې اوکراين د بريټانيا له وسلو په کار اخیستو سره پر روسیه بريد وکړي، نو دغه هېواد به هم د بريټانيا پر خاوره بريد وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا دغه څرګندونې پرون (پنجشنبې) په خپله کلنۍ خبري ناسته کې کړې دي.
د هغې په خبره، ښايي په دغه سناریو کې د اوکراین دننه او له هغه څخه د باندې د برېټانیا موخې په نښه شي.
هغه زیاته کړه: «مسکو دغه پیغام په لومړي ځل د روانې میاشتې په پیل کې وروسته له هغه خپور کړ چې د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون وویل، اوکراین حق لري چې د لندن له لوري ورکړل شوې وسلې په روسیه کې دننه پر خپلو موخو د برید لپاره ورکاروي.»
ټاکل شوې ده چې بريټانيا له اوکراين سره د «توپان سیورې» په نام د توغنديو برخه کې مرسته وکړي چې په شاوخوا ٢٤٠ کيلومتره واټن کې هدف په نښه کوي.
Views: 13