ځایي مسوولین وایي چې فاریاب، سرپل او بغلان ولایتونو کې د سېلابونو راتلو له امله ۱۵ کسان مړه شوي او درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د فاریاب امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالله مرادي وایي، تېر مازیګر د لولاش ولسوالۍ په لولاشدو، هشتمین، تګاب ایماق او غرجي سیمو او د بندر ولسوالۍ کرکري کلي کې سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
هغه وویل، د دغو سېلابونو له امله غرجي کلي کې نهه کسان مړه شوي چې تر اوسه یې جسدونه هم نه دي موندل شوي، ځيني کورونه، دوکانونه او سلګونه جریب ځمکه او ډېر څاروي له منځه تللي دي.
د لولاش یوه قومي مشر مولوي محمدمعروف هاشمي د سېلابونو راوتلو له امله غرجي کلي کې مالي او ځاني زیانونه تایید کړي، له حکومت او موسسو یې د عاجلې مرستې غوښتنه کړې ده.
هغه وویل چې دا یو لرې پروت کلی دی او له مخابراتي ساحې لرې دی، وضعیت تر هغه ډېر خراب دی چې یاد شوی دی.
بلخوا، سرپل کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي او لسګونه کورونه یې تخریب کړي دي.
د سرپل د والي ویاند مولوي حبیبالله مسرور وویل چې د تېرې شپې سېلابونو په پایله کې د دغه ولایت د کوهستانات ولسوالۍ په صوفک سیمه کې څلور ښځې او یو ماشوم چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو، مړه شوي دي.
هغه وویل چې دغو سېلابونو کې ۱۵۰ کورونه او سلګونه جریب کرنیزه ځمکه تخریب شوي دي.
نوموړي دغهراز وویل چې تېره شپه د سرپل الفتح ولسوالۍ کې هم سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د سرپل د والي محمدیعقوب عبدالرحمن اکه په خبره، دولتي بنسټونو ته سپارښتنه شوې چې ژر دې د یادو ولسوالیو زیانمنو ته مرستې ورسوي.
دغهراز مسوولین وایي چې سېلابونو د بغلان خوست ولسوالۍ کې هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د بغلان پېښو ته د رسېدنې رییس هدایتالله همدرد وویل چې تېره شپه د دغه ولایت د خوست ولسوالۍ څو کلیو کې سېلابونه راوتلي چې د هغو په پایله کې څه باندې سل کورونه او ۶۰۰ څاروي له منځه تللي دي.
نوموړي وویل چې دغو سېلابونو کې ځاني زیانونه هم اوښتي؛ تر اوسه د یوې ښځې جسد موندل شوی خو د تلفاتو دقیق شمېر نه دی معلوم.
د بغلان د خوست ولسوالۍ یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په څلورو کلیو کې سېلابونه راووتل چې د خلکو څاروي او نور وسایل یې وړي دي.
Views: 12