د ختیځ اذربایجان د اسلامي تبلیغاتو عمومي مدیر ویلي چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او ورسره مل کسانو جنازې تبریز ته لېږدول شوې او د راتلونکې پنجشنبې ورځ په مشهد کې خاورو ته سپارل کېږي.
ایرنا اژانس د ختیځ اذربایجان اسلامي تبلیغاتو عمومي مدیر سیدمحمود حسیني له قوله راپور ورکړی چې د یادو کسانو جنازې به له تبریزه تهران ته انتقال شي.
هغه زیاته کړې: «د شهیدانو د جنازې لمونځ د چهارشنبې ورځ د رهبرۍ ستر مقام له لوري ادا کېږي او د ولسمشر جنازه د پنجشنبه ورځ په مشهد کې خاورو ته سپارل کېږي.»
د راپور له مخې، د ایتالله الهاشم، د تبریز د جمعې امام او د وليفقیه استازی او د شرقي اذربایجان والي مالک رحمتي جنازې به هم د پنجشنبې په ورځ د شرقي اذربایجان په مراغه ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شي.
د یادونې ده، د ایران د ولسمشر په ګډون یادو کسانو تېره یکشنبې د دغه هېواد په ختیځ اذربایجان ولایت کې د چورلکې لوېدو پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.
Views: 16