د راپورونو له مخې، د برازیل هېواد په ریو ګرانډه دو سول ایالت کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۴۳ کسان مړه شوي او ۱۲۵ نور نادرکه دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په دغه ایالت کې اوس هم باران ورېږي.
د راپور له مخې، د برازیل حکومت په دغه هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو ته د رسېدنې لپاره څه باندې ۲.۳۴ میلیارد ډالر بېړنۍ بودجه ځانګړې کړې ده.
په راپور کې راغلي چې د دغه وضعیت له امله څه باندې ۵۳۸ زره کسان بېځایه شوي دي.
د برازیل ولسمشر لویز ایناسیو لولا ډی سیلوا ویلي، هغه څه چې ویجاړ شوي بېرته به ورغول شي.
هغه زیاته کړې: «موږ پوهېږو چې هر څه د بېرته ترلاسه کېدو نه دي، میندو خپل اولادونه له لاسه ورکړي او ماشومانو خپلې میندې له لاسه ورکړې دي.»
په همدې حال کې، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن هم د تېرې شنبې په ورځ د یوې بیانیې په خپرولو وویل چې حکومت یې د مرستو چمتو کولو برخه کې د برازیل له حکومت سره په اړیکه کې دی.
په برازیل کې له تېرو نهو ورځو راهیسې بارانونه وریږي چې د دغه هېواد په ریو ګرانډه دو سول ایالت کې یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
Views: 9