پېښو ته د رسېدنې چارو کې د دولت وزارت وایي چې په تېرو دوو ورځو کې په تخار، بدخشان، غور او بغلان ولایتونو کې د راغلو سېلابونو له امله ۸۵ کسان مړه او شاوخوا سل نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند محمد جانان سایق رسنیو ته په استولي ویډیويي کلېپ کې ویلي چې له تېرې ورځې راهیسې د سختو سېلابونو له امله په تخار، بدخشان، غور او بغلان ولایتونو کې ۸۵ کسان مړه او ۱۰۰ نور ټپيان شوي دي.
سرچینه وایي چې د دغو سېلابونو په پایله کې یو شمېر کورونه او سل جریب ځمکه تخریب شوي دي.
نوموړي وویل چې زیانمن شوو یادو ولایتونو ته د ژغورنې ډلې استول شوې او اړوندو ریاستونو ته سپارښتنه شوې چې خلکو او زیانمنو ته په عاجله توګه رسېدنه وکړي او ټپيان دې له هرې ممکنې لارې روغتیایي مرکزونو ته انتقال کړي.
Views: 10