ځايي چارواکي وایي، د بغلان په بېلابېلو سيمو کې د سيلابونو له امله د مړو شوو ٥٠ کسانو مړي روغتونونو ته لېږدول شوي او د ژغورنې عملیات روان دي.
چارواکي وایی، دغه سېلابونه د بغلان ولایت په نهرین، بورکې او مرکزي بغلان ولسوالیو کې راوتلي دي.
د دغه ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدلو چارو مسوول هدایت الله همدرد وايي چې روغتونونو ته په لېږدول شویو یادو پنځوسو مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دی وایي، دا لومړنۍ شمېرې دي په سېلاب کې د بند پاتې کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري
Views: 17