د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) وايي، اوسمهال په افغانستان کې درې ميليونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي او دوی یوازې د یو میلیون ماشومانو درمنله کولی شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرواګرام (ډبلیواېفپي) نن پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، دا مهال په ټول افغانستان کې درې میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.
یاد سازمان ویلي، دوی له هرو درېیو ماشومانو يوازې د يوه یې درملنه کولی شي.
سرچینې لیکلي، پر افغانستان د مرستو کمولو تر ټولو ډېر زيان ماشومانو ته رسېږي او په خبره یې، د ماشومانو ژوند ژغورنې لپاره مالي ملاتړ حیاتي ارزښت لري.
Views: 11