د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې په متحده عربي اماراتو کې له یو شمېر زندانونو د ۴۲ بندي افغانانو د خلاصون پرېکړه وشوه.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري نن په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت په لارښوونه او همغږۍ په کوربه هېواد کې د افغانستان سفارت د پرلهپسې هڅو په پایله کې یاد شمېر افغانان چې د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې بندیان دي، د اماراتو حکومت مشرتابه د عفوې له فرمانه برخمن شول.
خبرپاڼه کاږي چې یو شمېر کسان ازاد شوي او پاتې نور به په نږدې راتلونکي کې خوشي شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، سرپرست حکومت ژمن دی چې د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو وګړو له احواله ځان باخبره وساتي او د هغوی د ستونزو هواري په موخه کوټلي ګامونه واخلي.
Views: 23