د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایران څخه ۱۰ زره او ۹۹۷ افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه کډوال د غویي میاشتې له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه شمېرې له تېرو اوو ورځو راهیسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکسپاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستل دي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادو کډوالو له ډلې ۳۹۷۸ کسان او ۷۶۰ کورنۍ د تورخم او سپنبولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوې دي.
دغه راز، په یاده موده کې ۷۰۱۹ کسان د هرات د اسلامکلا بندر له لارې له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
همدارنګه د روانې غویي میاشتې په ۷مه اروپايي ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي وو، له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه یې د کډوالۍ له نړۍوال سازمان سره د ۱۷ میلیون یورو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د یادونې ده، د روانې غویي میاشتې له شپږمې تر ۱۲مې پورې هم له پاکستان او ایرانه ۱۴ زره او ۹۶۶ افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي وو.
Views: 10