د ایران حکومت په داسې حال کې د ناقانونه بهرني کارګرانو پر ګومارنې د ورځې شاوخوا ۱،۲ میلیون تومان جریمه وضع کړې چې په دغه هېواد کې ډېری بهرني کارګران افغانان دي.
د ایران دولتي اژانس ایرانا د راپور له مخې، پرون د دغه هېواد د بهرنیو اتباعو ګومارلو ادارې، د تعاون، کار او ټولنیزې سوکالۍ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، وروسته له دې چې هر څوک ناقانوني بهرنی کارګر وګوماري، د ورځې به یو میلیون او ۲۰۰ زره تومان (نږدې ۱۴۵۰ افغانۍ) جریمه کېږي.
سرچینې زیاته کړې، که یادې اعلامیې ته پاملرنه ونه شي او د ناقانونه کارګرانو ګومارنه دوام ومومي، جریمه به دوه چنده شي.
سرچینه زیاتوي: «د یاد فرمان له مخې، د دولت د مالي مقرراتو یوې برخې د تنظیم قانون د (۱۱مې) مادې د (ج) بند په استناد او په ۱۴۰۳ کال کې د ورځني مزد ټاکلو اړوند د کار عالي شورا د وروستۍ مصوبې له مخې، د هغو کسانو جریمه چې د کاري اسناد نه درلودونکي او ناقانونه بهرني اتباع په کار ګوماري، ۱۱ میلیون او ۹۴۳ زره او ۶۴۰ ریال ټاکل شوې چې د سرغړونې په صورت کې به جریمه دوه چنده شي.»
د راپورونو له مخې، مخکې له دې هم ایراني چارواکو پر افغان کډوالو ځیني بندیزونه لګولي وو چې د اقامت له سند پرته د ایران ۱۶ ښارونو ته پر افغانانو د تګ بندیز، د درملو او ځینو خوراکي توکو پېرلو بندیزونه شامل دي.
راپورونه ښیي، سره له دې چې ایران سلګونه زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي خو اوس هم نږدې درې میلیون افغانان په ایران کې ژوند کوي.
Views: 15