بلوچستان کې د يوه مقناطيسي ماين چاودنه کې د خضدار پرېس کلب په نوم یوه خبري مرکز د مشر مولانا محمدصدیق مېنګل په ګډون درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د خضدار امنیه قوماندان غلام مصطفی بيبيسي ته ویلي چې چاودنه د خضدار ښار په چمروک چوک کې شوې، د برید موخه محمدصدیق مېنګل و او پر موټر يې مقناطیسي ماین ورنښلول شوی و.
هغه زياتوي، په ياده چاودنه کې مېنګل او دوه نور کسان چې وروڼه وو، وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
په راپور کې راغلي چې مولانا محمدصدیق مېنګل خبریال او د مولانا فضلالرحمن د جمعیت علمای اسلام ګوند ایالتي غړی و او ځايي رسنیو د پولیسو له خولې لیکلي چې نوموړی د جمعې لمانځه ته روان و چې پر موټر یې چاودنه وشوه.
سرچينه زياتوي، د بلوچستان کورنیو چارو وزیر میرضیاءالله لانګو دغه چاودنه غندلې، له ځايي چارواکو یې په دې تړاو معلومات غوښتي او امنیتي ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې د پېښې عاملين ونيسي.
ده د رسنیو د ازادۍ په ورځ د پرېس کلب د یوه خبریال وژنه د ژورنالېزم مرۍ غلي کېدو په معنا بللې او ويلي يې دي: «ترهګر به هيڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي او دا ډول پېښې به د حکومت او ځايي ادارو روحیه کمزورې نه کړي.»
دا پېښه داسې مهال کېږې چې تېره ورځ (د مې درېیمه) د رسنیو د ازادۍ نړۍواله ورځ وه.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
Views: 11