د پاکستان ګلګیت بلتستان ښار اړوند سیمه کې د یوه بس چپهکېدو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
دغه بس له راولپېنډۍ څخه ګلګیټ بلتستان ته روان و چې د موټرچلوونکي له کنټروله وتلی او یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی.
په راپور کې راغلي چې په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې ټپیان چلاس او نورو نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
Views: 9