د افغانستان مرکزي بانک پخوانی رییس عبدالقدیر فطرت د یکشنبې په ورځ (د غویي نهمه) د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
له بدخشان ولایت څخه د افغانستان د پارلمان مخکیني غړي عبدالشکور واقف حیکمي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، فطرت پرون مازیګر پنځه بجې د امریکا متحده ایالات په ویرجینیا ایالت کې وفات شوی دی.
نوموړي لیکلي: «څو میاشتې کېدې چې هغه [فطرت] د سرطان پر ناروغۍ اخته و.»
دغهراز، د فطرت خپلوانو امریکا غږ ته تایید کړې چې هغه د یکشنبې په ورځ په سیمهییز وخت د مازیګر ۰۵:۰۰ بجې په ویرجینیا ایالت کې د سرطان ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
فطرت له ۱۳۸۵ څخه تر ۱۳۹۰ لمریز کال پورې د افغانستان مرکزي بانک د رییس په توګه کار کړی دی.
Views: 14