کاناډایي رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد غواړي له افغانستان سره خپلې مرستې بېرته پیل کړي.
ګلوبل نیوز راپور ورکړی چې د کاناډا پارلمان کې د ګوندونو استازو یوې کمېټې د دغه هېواد له حکومته غوښتي څو له افغانستان سره بشري مرستې بېرته پیل کړي.
په دغه راپور کې راغلي چې اوتاوا غواړي د مرستو یاده لړۍ د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې پیل کړي او هڅه کوي د روان کال تر پایه د دې لړۍ پلې کېدو لپاره چمتو شي.
له دې مخکې مرستندویه بنسټونو هم د کاناډا پارلمان ته ویلي وو چې افغانستان د خوراکي توکو او روغتیایي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی او له دغه هېواد سره د مرستو د دوام په موخه یې د یوې لارې موندلو غوښتنه کړې وه.
د یادونې ده، په افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو کاناډا خپلې مرستې پر کابل بندې کړې او ان کاناډایي مرستندویه بنسټونو هم د قانوني محدویتونو له امله نه شو کولای له افغانستان سره مرسته وکړي.
ورته مهال، ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه ویلي وو چې په دغه هېواد کې له ۲۳ میلیون ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
Views: 13