د جیبوټي هېواد سواحلو کې یوه کوچنۍ کښتۍ چپه شوې چې له امله یې ۲۱ کډوال مړه او ۲۳ نور نادرکه دي.
رویټرز پرون (چهارشنبه د غويي ۵مه) د کډوالۍ نړۍوال سازمان چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په یاده کښتۍ کې د ماشومانو په ګډون ۷۷ کسان سپاره وو.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان چارواکو په خبره چې له دې پېښې ۳۳ کډوال ژوندي وتلي دي.
د یادولو ده، په تېرو دوو اونیو کې دا دویم ځل دی د جیبوټي سواحلو کې د کډوالو کښتي ډوبېږي؛ دوه اونۍ مخکې هم د دغه هېواد په سواحلو کې د کډوالو یوې کښتۍ ډبېدو پېښه کې ۲۸ کسان مړه شوي وو.
Views: 13