د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې په افغانستان کې د بشري او ښځو حقونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې تېر کال په هیڅ فرمان او پالیسۍ کې نرمښټ نه دی راغلی.
د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت دغه کلنی راپور تېره ورځ خپور کړی او په افغانستان کې د تېر ۲۰۲۳ کال پر مهال یې د بشري حقونو وضعیت ته په کې کتنه کړې ده.
راپور کې راغلي: «په تېر زېږدیز کال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو د حقونو تروړنه روانه پاتې شوې او د ناقانونه وژنو، نیونو، او ربړونو په ګډون له بشري حقونو سختې سرغړونې په کې شوې دي.»
په راپور کې په افغانستان کې د ماشومانو، ښځو او بشر د حقونو پراخې تر پښو لاندې کېدنې او پر وینا او فردي ازادیو پراخ بندیزونه یاد شوي او دا حالت لا خرابېدونکی بلل شوی دی.
سرچینې لیکلي، افغان حکومت «د ښځو پر کار او زدهکړو بندیزونه لا سخت کړي او د کور تر چارو یې محدودې کړې او په تېر کال کې د طالبانو په هیڅ فرمان او پالیسۍ کې نرمښت هم نه دی راغلی.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې «وژنې او فزيکي ربړونې، ناعادلانه نیونې او تښتونې، د خپلواک قضايي سیسټم جدي ستونزې، سیاسي بندیان، په خصوصي حریم کې ناقانونه او خپلسرې مداخلې، د کورنۍ د غړي په جرم د نورو مجازاتول، ورکول او تښتول او د کمعمره نجونو ودېدل» په افغانستان کې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کېدنو جدي بېلګې یادې شوې.
دغه راز د «وینا پر ازادۍ او رسنیو محدودیتونه، له خبریالانو سره تاوتریخوالی او پر غونډو او مذهبي ازادیو محدودیتونه یا هم له هېواده پر وتلو یا پر قومي او مذهبي لږکیو محدودیتونه» هم د بشري حقونو د نقضېدو نور جدي موارد ګڼل شوي.
دغه راز، په ریپورټ کې د قانون د واکمنۍ پر تشو هم نیوکې شوې او یادونه شوې چې د بشري حقونو په جدي تر پښو لاندې کېدنو کې ککړ کسان خوندي دي. پر دې سربېره یې د بهرنیو وګړو تښتول کېدل او نیول کېدل او پر انټرنېټ د افغان حکومت محدودیتونه هم یاد کړي.
خو د طابانو ویاند ذبیحالله مجاهد دغه راپور ته په غبرګون کې په یوه غږیز کلېپ کې چې ملي راډیو ټلوېزیون خپور کړی، ویلي: «د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او د اسلامي شريعت له مخې يې حقونه ټاکل شوي او خوندي کېږي.»
هغه ویلي: «هغه څه چې په امریکا او نورو لوېديځو هېوادونو کې فرهنګ او بشري حقونه تعريف شوي له افغانستان سره توپير لري او لوېديځوال بايد پر نورو هېوادونو خپل فرهنګ ور ونه تپي.»
دغه راپور چې د امریکا د کانګرس په غوښتنه له ۱۹۷۷ کال راهیسې هر کال د نږدې دوه سوه هېوادونو د بشري حقونو د وضعیت په تړاو چمتو کېږي، سږ کال هم په کې د روسیې او اوکرایین له جګړې رانیولې، د سوډان تر کورنۍ جګړې او د اسرائیل او غزې جګړو کې د انساني حقونو تر پښو لاندې کېدنو د بېلابېلو هېوادونو د بشري حقونو وضعیت کتل شوی.
Views: 16