د کورنیو چارو سرپرست وزیر د بهرمېشتو افغانانو له پلاوی سره په لېدنه کې ویلي، د زدهکړو بحث افغانانو پورې اړه لري، خپله ورته لارې چارې برابروي.
د افغانستان دولتي اژانس باختر ليکلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني په اروپايي هېوادونو کې له مېشتو علمي او فرهنګي افغان شخصیتونو سره لیدنه کې ویلي: «موږ نړۍ سره په متقابل احترام ولاړ تعامل غواړو، امیرالمؤمنین حفظهالله په اختریز پیغام کې ټوله دنیا په واضح ډول ښو اړیکو ته دعوت کړه.»
ده ویلي چې د زدهکړو بحث افغانانو پورې اړه لري او دوی ورته په خپله لارې چارې برابروي.
هغه زياته کړې: «دا زموږ د خپلو بچیانو مسئله ده او هېڅوک زموږ په اولادونو تر موږ ډېر مهربان نه دي.»
حقاني ویلي: «د ټولشموله نظام او دې ته ورته بحثونو په اړه باید ووایم، دنیا باید نور دا حقیقت ومني او دې سره عادت شي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، همداسې چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي، دا نه خوښوي نور ورته داسې فرمایش ورکړي چې زموږ ملي حاکمیت سره پُخلا نه وي.»
هغه له بهره راغلو افغانانو ته ډاډ ورکړی چې د دولت دروازې د ټولو «خیرخواهانو» پر مخ خلاصې دي او د هېواد په کچه د ستونزو د حل لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.
سرچینه لیکي چې د ياد پلاوی مشر ډاکټر خوشال روهي د طالبانو تر واکمنېدو وروسته راغلی امنیت، د نشهیي توکو بندېدل او نورو برخو کې پرمختګونه ستایلی او ویلي یې دي: «افغانستان یوازې د نظامي یرغل نه، بلکې تر کلتوري او ایډیولوژیک تجاوز لاندې هم راغلی و چې په کار ده په خورا دقت ورسره مبارزه وشي.»
روهي ویلی، تر جګړو وروسته د تېرې ترخې زمانې هېرول، په واقعي مانا د یو بل زغمل او منل، د ښځینه او نارينهوو د تعلیم کمي او کیفي لوړوالی، مسلکي خلکو ته د فرصت په سپارلو سره پرمختګ او ثبات ته لار هوارول او نړۍ سره تعامل به افغانستان په ښه مسیر کې واقع کړي.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې تر بل امر پورې ځنډولي او ویلي یې دي چې د شرایطو په برابرېدو سره به پیل شي.
له بهر نه د راغلو افغانانو راغلي ۱۲ کسیز پلاوي په تېرو څو ورځو کې له بېلابېلو چارواکو سره ليدلي دي.
Views: 16