د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو ورځو کې له پاکستانه په جبري ډول ۹۸۸ کډوال راایستل شوي دي.
دغه کډوال چې ټول ۱۹۲ کورنۍ کېږي، د وري میاشتې له ۲۵مې تر ۲۹مې پورې له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو وزارت له اېکسپاڼې چې په پنځو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستل شوي دي.
د دغه وزارت معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۷۰۲ کسان چې ۱۳۹ کورنۍ کېږي، د تورخم له لارې په جبري ډول راستانه شوي دي.
دغه راز په یاده موده کې د کندهار سپین بلدک له لارې ۲۸۶ کسان چې ۵۳ کورنۍ کېږي، په جبري ډول راستانه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د تېر میلادي کال له اکتوبر راوروسته له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان په زور را وایستل شول او د جبري ایستلو دویمه لړۍ د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۲۸مه بېرته پیل شوه او ټاکل شوې شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال راوباسي.
Views: 5