کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی وايی، په بشپړ مسوولیت او امانتدارۍ یې د هېوادوالو غوښتنې، هيلې او اندېښې د ا.ا تر چارواکو رسولي او په راتلونکو کتنو کې به هم خپل ملي او اسلامي مسئولیت ترسره کړي.
د یاد پلاوي یوه غړي خوشحال روهي وصال ټلوېزیون ته وویل چې په دغه پلاوی کې د نجونو د زده کړو ملي کمپاین یو شمېر غړي او ځيني بهر مېشتي افغانان ګډون لري.
هغه زیاته کړه، د طالبانو له چارواکو سره د یاد پلاوی د اصلي خبرو موخه، د نجونو پر مخ د زده کړو د تړلو دروازو پرانیستل، په هیواد کې د یوه ټولمنلي نظام او مسلکي حکومت رامنځته کېدل او د هیوادوالو اقتصادي ستونزو او د افغان کډوالو کړاوونو ته رسېدنه ده.
دی وایي، د جرګهګۍ غړي خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د خپلو کتنو په ترڅ کې یې په بشپړ مسئولیت او امانت دارۍ سره د دوی غوښتنې، هيلې او اندېښې تر چارواکو رسولي او په راتلونکو کتنو کې به هم خپل ملي او اسلامي مسئوولیت ترسره کوي.
له بل لوري د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوي تېره ورځ د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي.
سرچېنې لیکلي چې په دغه پلاوي کې د جرمني، برېټانیا، بلجیم، سویډن، اتریش، ترکیې، ناروې او له متحده عربي اماراتو څخه راغلو افغان استازو او د ټولنو مشرانو برخه درلوده او په یادو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو وړاندیزونه او نظریات یې له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوی د یاد وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره هم لیدلي او د حکومتوالۍ د لا ښهوالي په موخه یې ځينې وړاندیزونه او اصلاحي نظریات ورسره شریک کړي دي.
Views: 119