د اسرائیلو د پوځ مشر پر ایران د برید څرنګوالي او وخت ته له اشارې پرته وايي، هېواد به یې د ایران د توغندیزو بریدونو ځواب ورکوي، خو ایران خبرداری ورکړی چې د اسرائیل د بیاځلې برید ځواب به سمدستي او قاطع ورکړي.
ایران یکشنبه (د وري ۲۶مه) د سوریې په دمشق کې د دغه هېواد پر قونسلګرۍ باندې د برید په ځواب کې ۳۰۰ بېپیلوټه الوتکې، کروز او بالستیک توغندي د اسرائیل پر لور وتوغول.
اسوشیتدپرس اژانس راپور ورکړی چې د اسرائیل د پوځ مشر هرتزی هالیوی په «نواتیم هوايي اډه» کې پرته له دې چې ایران د ځواب ورکولو د څرنګوالي او وخت په اړه څه ووايي، زیاته کړې چې اسرائيل دې برخه کې د خپلو اقداماتو د بیاکتنې په حال کې دی.
ورته مهال، د اسرائيل ۱۲ کانال هم په یوه راپور کې اعلان کړی چې د دغه هېواد سیاسي او امنیتي چارواکو پرېکړه کړې چې د ایران د برید ځواب ورکړي.
بلخوا، تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ چې تهران د قاهرې له لارې اسرائیل ته اړین پیغام لېږدولی او خبرداری یې ورکړی چې که اسرائيل بیا ځلي برید وکړي، د ایران اسلامي جمهوریت به یې قاطع او فوري ځواب ورکړي.
ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د دغه هېواد او اسرائيل ترمنځ وروستیو کړکېچونو په تړاو د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره ټیلیفوني مرکه کړې او «پر اسرائيل د دغه هېواد د برید د حق پر مشروعیت» یې ټینګار کړی دی.
هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، یاد بریدونه یې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې له مخې دمشق کې د هغوی پر قونسلګرۍ د برید په غبرګون کې کړي دي.
عبداللهیان زیاته کړې، د ډېرو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یې د سیمې د امنیت ارزښت، سولې، کړکېچ کمولو او د ایران د ملي ګټو تصریح په اړه خبرې کړې دي.
ورته مهال، امریکا او د نړۍ یو شمېر نور هېوادونو په منځني ختیځ کې د ښکېلو خواوو د زغم او د شخړو د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
Views: 14