پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۵۰ کسان مړه، ۳۶ نور ټپیان او څه باندې ۷۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول وېجاړ شوي دي.
تېره ورځ یاد وزارت ویلي چې په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله ۳۳ کسان مړه او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق نن په خپره شوې وېډیو کې ویلي چې په هېواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د مرګژوبلې شمېرې لوړې شوي دي.
هغه ویلي چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد په کچه د سیلابونو راوتو له امله ۵۰ کسان مړه، ۳۶ ټپيان، ۷۰۶ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۴۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وروستي ورښتونه بادغیس، اروزګان، فراه، کندهار، تخار، زابل، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دایکندي، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، پکتیکا، پکتیا، لوګر، لغمان او هرات ولایتونو کې شوي دي.
Views: 9