د راپورونو له مخې، له ایرانه پر اسرائیلو شاوخوا ۲۰۰ډرون، کروز او بالستیک توغنديیز بریدونه شوي دي.
اسرائیلو د روانې اپریل میاشتې په لومړۍ د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ چې په پایله کې یې د ایران سپاه پاسدران اووه غړي ووژل شول او له دغه برید وروسته د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې.
د بيبيسي پښتو راپور له مخې، د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري په یوه بیان کې ویلي، له ایرانه پر اسرائیلو شاوخوا ۲۰۰ډرون، کروز او بالستیک توغنديیز بریدونه شوي دي.
د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا د ايران د يو شمېر ډرونونو انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې د سپاه پاسداران له لوري توغول شوي ډرون له کربلا تېرېږي.
سرچېنې د دغه هېواد د دفاع وزیر محمد رضا قرايي اشتیاني له قوله لیکلي، که کوم هېواد امریکا ته خپله فضا ورکړي چې له لارې یې پر ایران برید وکړي، دوی به یې پر وړاندې ګامونه واخلي.
Views: 22