په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ، فضا ته د بشر د سفر نړیوالې ورځې په مناسبت يوه پیغام کې ویلي، پښتو څلورمه رسمي ژبه ده چې په فضا کې ویل شوې ده.
د اپریل ۱۲مه فضا ته د روسي ستورمزلي «یوري ګاګارین» د سفر په مناسبت، فضا ته د بشر د سفر نړیواله ورځ نومول شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یونما) نن په همدې مناسبت په یوه خپور شوي پیغام کې ویلي چې افغان ستور مزلي عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ کال کې فضا مرکز ته سفر وکړ او له هغه ځایه یې مور سره تلېفوني خبرې وکړې.
سرچېنې لیکلي، پښتو په دې توګه له انګلیسي، روسي او فرانسوي ژبو وروسته، څلورمه رسمي ژبه شوه چې فضا کې پرې خبرې شوې دي.
د راپورونو له مخې، مومند د دغه فضايي سفر پر مهال ۲۹ کلن و، هغه همدا راز لومړنی کس دی چې فضا ته یې له ځان سره قرآنکریم ولېږداوه او هلته یې تلاوت وکړ.
یونما زیاته کړې چې هغه په دې موده کې له فضا د افغانستان عکسونه واخیستل او همدا راز یې د ستورو په فزیک، طب او بیولوژیکي تجربو کې هم برخه واخیسته.
عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹ کال د غزني ولايت په سردې کلي کې زيږدلى دى، هغه د ۱۹۸۸ کال د اګسټ مياشتې پر ۲۹مه خپل فضايي تحقيقاتي پرواز پيل کړ او د سپتمبر په اوومه بېرته ځمکې ته راستون شو.
Views: 14