سيپيجي وایي، افغانستان کې پر فېسبوک احتمالي بندیز د معلوماتو رسونې بهیر له خنډونو سره مخ کوي.
تېره اونۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست نجیبالله حقاني په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې فېسبوک ته د خلکو لاسرسي محدودولو او یا هم ورباندې د بندیز لګولو لپاره يې تګلاره جوړه کړې ده.
د خبریالانو د ملاتړ نړۍوالې کمېټې «سيپيجې» د اسیا د پروګرامونو همغږۍ مسوولې «لهبېحلیحیي» د افغانستان پر حکومت غږ کړی چې د فېسبوک محدودولو او یا بندیز له پلانه لاس پر سر شي.
هغې ویلي، پر فېسبوک بندیز به خلکو ته د معلومات رسونې بهیر له لا ډېرو خنډونو سره مخ کړي او دا وړاندیز پر رسنیو د افغان حکومت زیاتېدونکی محدودیت او سانسور جوتوي.
خو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي د خبریالانو د ملاتړ نړۍوالې کمېټې څرګندونو په اړه وویل چې د فېسبوک محدودېدو او یا بندېدو طرحه دغه وزارت جوړه کړې، خو دا چې وروسته یې په اړه کابینه او مشران څه پرېکړه کوي، دا به وروسته معلومه شي.
د ده په خبره، د فېسبوک او ورته پلاټفورمونو بندېدل په ډېری هېوادونو کې ترسره شوي او هېوادونه یې د خپلو ګټو او پالیسو پر اساس مدیریت کوي.
الکوزی وایي، نظامونه وسایل د ځان تابع ګرځوي نه دا چې وسیلې یا وسایل نظامونه تابع کړي او په همدې موخه یې یاده طرحه جوړه کړې ده.
ده وویل چې که دغه طرحه تایید شوه نو فېسبوک به بند شي او که تایید نه شوه د محدوديت وضع کولو برخه یې لازمي ده څو د فېسبوک محتوا چاڼ شي او هغه موارد چې د افغانستان له عقیدې، فرهنګ، عرف او عنعناتو سره په ټکر کې وي، باید لرې شي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم د خبریالانو د ملاتړ نړۍوالې کمېټې ته ویلي، فېسبوک نه بندېږي خو محدودیتونه به پرې ولګول شي.
Views: 19